horizontal rule

دميديوتيک د تيرو ناستو د تعقيب او د ژورناليستانو د ستونزو دحل په موارد د مسلسلو ناستو لړۍ

Photo Gallery
Undefined

د خوست  په ټولنيز او رسنيز مرکز ـ ميديوتيک کې د ژورناليستانو او رسنيو د کارکونکو نوبتي ناسته وشوه ، چې پکې د ژورناليستانو اړوند ګڼ شمېر مسايلو خبرې اترې وشوې او يو شمېر تصاميم ونيول شول.
دناستې په لومړيو کې د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز ـ ميديوتيک مسوول سيف الله حيات د ناستې موخې په ډاګه کړې او ترڅنګ يې  په ټوله کې د ژورناليزم په برخه کې د شته ننګونو او چالشونو او همدارنګه په لاسته راوړنو باندې خبرې وکړې.
وروسته د ناستې ګډونوالو په خپل وار سره د تېرو ناستو موضوعات ياد کړل او همدارنګه دوئ د ژورناليستانو او د رسنيو د شته ستونزو يادونه هم وکړه.
معلوماتو ته نه لاس رسی ، د رسنيو دقانون په اړه معلومات نه درلودل او د دوئ لپاره د ګڼو روزنيزو برنامو دايرول هغه موارد وو،  چې بايد په اړه يې جدي اقدامات ترسره شي.