د تیرې یکشنبې په ورځ په خوست ټولنیز او رسنیز مرکز – میدیوتیک کې د خوست ځوانانو شبکې د رهبری شورا ناسته وکړه
د تیرې یکشنبې په ورځ په خوست ټولنیز او رسنیز مرکز – میدیوتیک کې د خوست ځوانانو شبکې د رهبری شورا ناسته وکړه او په یو شمېر مهمو مسایلو بحث او لازم تصامیم ونیول شول.
د ځوانانو د شبکې له لوري د کرونا د ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي ملي پروګرام ته پېژندل شویو دو غړیو شمس مراد او نظیر روښان د هغه پروګرام د پلي کولو طرحه او پلان تشریح کړ، چې له مخې یې د خوست ولایت په دریو ولسوالیو کې ۷۵۰۰ کورنیو ته ددې وایروس په وړاندې عامه پوهاوی ترسره کړي
ددې تر څنګ پرېکړه وشوه، چې د کوید ۱۹ وایروس په وړاندې د خوست په ګاونډ کې پروت د پکتیا ولایت په دریو ولسوالیو کې ۷۵۰۰ کورنۍ د عامه پوهاوی ورکړل شي.
دا پرورګرام به د خوست په دریو ولسوالیو اسماعیل خېل مندوزي، موسی خېل او د ګربزو ولسوالۍ او همدا راز به د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په احمد ابا او ګرده څیړۍ ولسوالیو کې ترسره شي.









