د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي د لس ورځیني کمپیان لړۍ روانه ده
د افغانستان د ۱۸ ولایتونو د مراکزو په شمول په ۵۲ ولسوالیو کې د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي د لس ورځیني کمپاین په پنځمه ورځ هم د یادو ولایتونو په مراکزو او ولسوالیو کې عامو خلکو ته کور په کور عامه پوهاوی ورکړل شو.
د کرونا وریروس د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي یاد کمپیان د وري د میاشتې په ۲۹ تارخ پیل شو.
د یاد کمپاین د لس ورځیني لړۍ په پنځمه ورځ هم د دغه وریروس پر وړاندې د عامه پوهاوي د مبلغینو تر نامه لاندې د میدیوتیک افغانستان د ځوانانو شبکې د رضاکارانو له خوا د هیواد په ډیرو لرو پرتو سیمو کې کور په کور کمپیان تر سره شو، چې د دغه ویروس څخه د وقایعې په موخه د لازمو تدابیرو د نیولو د پوهاوي ترڅنګ خلکو ته په وړیا توګه هیو شمیر میکروب ضد او وینځونکي توکي هم ورکړل شول.
د میدیوتیک افغانستان د ځوانانو شبکې د مسولینو او په لرې پرتو سیمو کې د رضاکارو مبلغینو په وینا چې دغه کمپاین د عامو ولسونو له خوا د تود هر کلي سره مخامخ شوی دی.
ددغه کمپاین د دوام لړۍ هره ورځ په لاندې ډول هم لیدلی او لوستلی شئ:


په دې کمپاین کې هره ورځ ۴۵۰ کورنیو ته د ۳۰ تنو مبلغینو له لورې میکروب ضد توکي، صابونونه او د عامه پوهاوي لارښودې پاڼې ویشل کېږي.


#پیامنجاتازکرونا کمپاین.

په دې کمپاین کې هره ورځ ۴۵۰ کورنیو ته د ۳۰ تنو مبلغینو له لورې میکروب ضد توکي، صابونونه او د عامه پوهاوي لارښودې پاڼې ویشل کېږي.


جریانِ از روزِ پنجم کارزار آگاهی دهی خانه به خانه گروه #پیامنجاتازکرونا؛ ولسوالی های فرخار، دشت قلعه و حومه های شهر تالقان.





د سپین بولدک سرټیم لقمان حقمل، محمدشریف ، نوراحمد ، فضل احمد محسن، انعام الله او د ښځینه هممارانو په شمول د میرګیانو کلي مسجد پر مسجد او کور پر کور وکرځیدل او د کلي په ټولو کورونو کښي داخل او بهر یی خلګو ته د کرونا ناروغئ، نښي، علایم، او د ځان ساتني طریقې وښودلې.


























