Site Loader

Submitted by N.R.Shamszai on Thu, 2012/01/19 – 00:00

په کندز ولایت کې دښاروالې اوچاپیریال ساتنې ادارو مسوولین اویوشمیر خبریالانو د 2012 کال د جنوری میاشتې په 19نیټه په کندز رسنیز کور کې د چاپیریال ساتنې پراهمیت او د یادو ادارو پر کړنو یې خبرې اترې وکړی. په لړ کې د یادو ادارو استازو په خپلو کارې فعالیتونو رڼا واچوله. د ښاروالې استازې محمد انور وویل: چې دښاروالې اداره د خپلو نورو فعالیتونو برسیره دښار دسمسورتیا لپاره یې په تيره میاشت کې د کندز له هواېی ډګر څخه نیولې ترښاره پورې اته زره نیالګې کېنولې، اوهیله یې څرنګده کړه چې ښاریان به دیادو نیالګیو په ساتنه کې له ښاروالې سره پوره مرسته وکړې. نوموړې وایې: چې په روان کال کې دکندز ښاروالې عواید دیرش سلنه زیات شوې، خو دښار دککړتیا دپاکوالې په څانګه کې له خپلو ۱۵۵ کارکونکو سره نشې کولې چې د داسې یو ښار چې له دوه سوه پنځوس زرو څخه زیات کسان پکې ژوند کوې او د کانالزاسیون سیستم هم ونلرې ټولې ستونزې يې پر خپلو اوږو بار کړې، زکه چې ټولنه هم په دې څانګه کې مسئولیت لرې څومره چې ښار د نظم تابع وې هغومره قانون په ښه توګه پلې کیږې. د ښار اوسیدلو دفرهنګ د عامه پوهاوی نه شتون، د ۳۰۰۰ ریکشا موټرسایکیلونو لوګۍ، په یوشمیر ولسوالیو کې د زورواکو لخوا دځنګلونو غوڅول هغه څه وو چې د چاپیریال ساتنې ادارې لخوا په ګوته شول. همداشان د اصنافو لپاره د ځانګړې شوی ځایونو نه شتون، او دسپین زر دناک باغ سیمه چې په تیر وخت کې دکندز ولایت ښاریانولپاره دتفریح شین ځای وو خو اوسمهال د سپین زر تصدی لخوا په وچه ځمکه اوبې ثمره ځای بدل شوی، او همداشان د ۳۰۰۰ ریکشا موټرسایکیلونو مخنیوی په ښارکې هغه څه وو چې دګډون کونکو لخوا مسوولینو ته وړاندې شول. په پاې کې ګډون کونکو د کندز رسنیز کور څخه په مننې سره د ورته ګټورو میزنو د رامینځته کیدو غوښتونکې شول چې دکندز رسنیزکور کواردیناتور زرغون ملزم د ورته ستونزو دڅیړلو په موخه ژمنه وکړه چې په هره میاشت کې به دوه ګردې میزنو دیادو ستونزو دحل په موخه د اړونده ادارو مسوولینو او خبریالانو ترمینځ ترسره کړې.

رسانه ها ومحیط زیست
محیط زیست و رسانه ها، عنوان میز گردی بود که از سوی خانه رسانه یی کندز راه اندازی گردید.
در این نشست شماری از خبرنگاران رسانه های محلی و بین المللی و همچنان مسئوولان ریاست های شهرداری و محیط زیست اشتراک ورزیده بودند.
محورگفتمان این نشست، بیشترینه روی چگونگی فعالیت های این دو ریاست می چرخید.
نمایندگان این ریاست ها از فعالیت درعرصه کاری شان معلومات ارایه می داشتند.
نماینده شهرداری گفت این اداره در پهلوی دیگر فعالیت ها، برای سبزسازی شهر، حدود هشت هزار اصله نهال را در دو ماه گذشته از جاده میدان هوایی تا شهر شانده اند، و امید داریم تا شهروندان در نگهداری آن، با این اداره سهیم باشند.
او همین سان گفت که خوشبختانه طی ام سال سی فیصد عواید شهرداری افزایش یافته است؛ اما در قسمت پاکسازی شهر، این اداره نمی تواند با 155 نفر پرسونل خویش، در شهری بدون سیستم کانالزسیون که بیشتر از دوصدوپنجاه هزار تن زندگی می کند، همه مشکلات را بر شانه هایش حمل کند؛ زیرا اجتماع نیز دراین عرصه مسئولیت دارد وهر قدر شهر تابع نظم باشد، قوانین بهتر تطبیق میگردد.
نا آگاهی عامه از فرهنگ شهر نشینی، دود نزدیک به سه هزار ریکشای موجود در شهر، قطع جنگلات از سوی افراد زورمند در برخی ولسوالی ها، از جمله عواملی شناخته شد که از سوی ریاست محیط زیست ارایه گردید.
همین گونه، اصلاحات و تعیین جای مناسب برای اصناف، توجه به ساحه ی ناک باغ سپین زر که زمانی یکی از بهترین ساحات سبز و محل تفریح شهروندان بود و اکنون از سوی ریاست تصدی سپین زر به زمین خشک و بی ثمر تبدیل شده و همچنان حل مشکل موجودیت نزدیک به سه هزار ریکشا درشهر، ازجمله پیشنهاد های بود که ازسوی اشتراک کنندگان در پایان این نشست ارایه شد.
شماری از اشتراک کنندگان با اظهار سپاس از خانه رسانه یی کندز در راه اندازی همچو برنامه های سودمند و سازنده، خواهان ادامه و پیگیری این برنامه شدند که از سوی زرغون ملزم کوردیناتور میدیا هاوس وعده راه اندازی برنامه ها در پی گیری همچو مشکلات داده شد.

Post Author: Admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *