Site Loader

Submitted by N.R.Shamszai on Tue, 2011/02/08 – 00:00

نن له غرمې وروسته دکندز ولايت يوشمير ژورنالستانودبلخ له ژورنالستانو سره دانټرنيټ له لارې دکندز ميديوتيک په رسنیز کورکې دخبريالانو اورسنيو فعاليتونو په اړه خبرې وکړي.
دغه برنامه چې دکندز ميديوتيک درسنيز کور لخوا په لاره اچول شوي وه دبيلابيلو رسنيو په استازيتوب 10تنو ژورنالستانو پکې ګډون کړي وو.
په سرکې دکندز درسنيز کور مسوول زرغون ملزم دبلخ درسنيز کور له مسوول شفیع رحيمې سره خبرې وکړې وروسته دواړو خواو ژورنالستانو خپل ځانونه معرفې کړل.
خبريالانو له يوبل څخه دژورنالستيکې کارې موخې دستونزو او لاسته راوړنو باندې خبرې وکړي او له يوبل سره يې خپل افکار اوموخې شريکې کړي.
په پاې کې خبريالانو دکندز ميديوتيک درسنيز کور له دغه نوښت څخه چې د انټرنيټ له لارې دبلخ له ژورنالستانو سره ناسته درلوده مننه وکړه اود رسنيوکورڅخه يې وغوښتل ترڅو له نورو ولايتونو سره هم داډول برنامه په لاره واچوي.

دکندز درسنيز کور مسوول وويل: چې هره مياشت به داشان برنامه له نورو ولايتونو سره ولري ترڅو خبريالان له يوبل سره خپل افکار شريک کړي.

کنفرانس آنلاین
به تاريخ 8/2/2011 شماری از ژورنالستان کندز دریک نشست آنلاین ازطریق انترنیت با ژورنالستان مزارشریف اشتراک ورزیدند.
دراین نشست بعد ازتعارف دوطرف، برنامه آغاز گردید. ژورنالستان کندز با ژورنالستان مزار درخط مستقیم انترنیت درمورد چکونگی فعالیت خبرنگاران ورسانه ها صحبت نمودند.
محوراین گفتمان بیشترینه روی چکونگی کارکردها درعرصه کارخبرنگاران وچالشهای موجود در دو ولایت وهمین سان برخورد مسوولان دولت وهمکاری شان با ژورنالستان می چرخید.
جریان این گفتمان که با پرسش و پاسخ های خبرنگاران هردو ولایت همراهی می شد، آنها (ژورنالیستان بلخ) ازخانه رسانه یی کندزخواستار دعوت شان به کندز شده تا از نزدیک در موارد گونه گون با خبر نگاران کندز، به بحث و تبادل افکار بپردازند.
در اخیر ژورنالیستان ولایت کندز از خانه رسانه یی سپاس گزاری نموده و برنامه مستقیم انلاین از طریق انترنیت را یک ابتکار جدید در بخش تفاهم وگفتگو ژورنالستان خوانده وخواستار همچو برنامه ها در اینده گردیدند.

Post Author: Admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *