horizontal rule

په کندز کې د مطبوعاتو د آزادي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

Photo Gallery
English

نیټه: 3May-2017
د مې میاشتې دریېمه نیټه  چې د مطبوعاتو د ازادی نړیواله ورځ ګڼل کیږې  چې هرکال له دغې ورځې څخه د نړی په کچه د بیلا بیلو برنامو په ترسره کولو سره لمانځنه کیږې.  
د کندز ټولنيز او رسنېر مرکز میدیوتیک هم  په دې ولایت کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ صنفی ټولنو او بنسټونو په همغږي د مطبوعاتو د آزادی نړیواله ورځ  یې د یوې ماښامنۍ ځانګړې برنامې په ترڅ کې ولمانځله.
په دې برنامه کې چې دشمالختیځ زون ولایتونو څخه  ګڼ شمیر خبریالانو، د سیمه ایزو رسنیو مسولینو، خبریالانو او د رسنیو د حقونو دملاتړ بنسټونو استازو، مدنی فعالانو، شاعرانو او یوشمیر دولتې چارواکو ګډون درلود.
په دې لمانځغونډه  کې د کندز ټولنیز او رسنیز مرکز میدیوتیک کواردینتاور او د مدنې ګډون شبکې مشر عنایت الله خلیق د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو، خنډونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړی.
خلیق په هیواد کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالې پیښو زیاتوالۍ ته په اشارې وویل چې په تېرو دوو کلونوکې د وسلوالو مخالفینو پرمټ  دکندز ښار دوه ځلې سقوط او د ناامنیو پراختیا په کندز کې سېمه ایزې رسنۍ له سترو ننګونو سره مخ کړی، چې د اقتصادی ستونزو برسیره په  محلی رسنیو کې د ښځینه کارکونکو شمېر راکم شوی  یا داچې له دندې لاس په سرشوی او یاهم له کندز څخه نورو ولایتونو ته کډه شوی دی .
په کندز او همداشان اړونده ولایتونو کې خبریالانوته د اړتیا په وخت کې د یوشمیر سېمه ایز دولتی ادارو چارواکو او ویاندویانو لخوا د معلوماتو نه ورکول، اطلاعاتو ته د لاس رسې قانون څخه د دولتی مامورینو ناپوهې، او په دولتې اداروکې دغیر مسلکی کسانو ګمارل د مطبوعاتې مسئول په توګه هغه څه دې چې د خبریالانوپر وړاندې یې ستونزی ډیری کړی دی.
له بل پلوه بیا د کندز ولایت مرستیال حشمت الله رحیمی د رسنیو او خبریالانو سرښندنې او هڅې د حقایقو په خپرولو او د ټولنې عامه پوهاوی او ظرفیت جوړونې په برخه وستایلی او د خبریالانو دکار اغیزه یې د پراختیایی پروژو په ښه تطبیق او همداشان د حکومت په ملکی او نظامی برخه کې د اصلاحاتو د رامینځته کېدو په برخه کې اړینه وبلله.
حشمت الله عرضبیکی له رسنیو او خبریالانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې په دولتې ادارو کې به له دې وروسته  د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزی هواری کړی.
د مطبوعاتو د ازادی نړیوالې ورځې په ویاړ دغه جوړه شوی غونډه کې خبریالانو د نوموړی ورځې په تاریخچه رڼا واچوله او له حکومتې چارواکو څخه یې وغوښتل ترڅو له خبریالانو سره د قانون له مخی همکاری وکړی.
 وروسته له دې چې د ویناوو برخه ختمه شوه د پروګرام دویم پړاو مشاعری ته ځانګړۍ شوی وو، چې په دغه برخه کې یوشمېر ګډون کونکو د شعرونو په دکلمې سره پروګرام ته لا رنګینې ور بښلۍ وه،
د یادونې وړه چې د می درېمه دمطبوعاتو نړیواله ورځ تېرکال هم د کندز ټولنیز او رسنېز مرکزمیدیوتیک لخوا د رسمې محفل برسیره، فرهنګی ماښامۍ او په کندز ولایت کې  د می دریمې په ویاړ د مطبوعاتو نومول شوی واټ هم د چارواکو او خبریالانو په ګډون پرانستل شوو.