horizontal rule

د مطبوعاتو د آزادی نړیواله ورځ په کندزمیدوتیک کې ولمانځل شوه

Photo Gallery
English

د مطبوعاتې د ازادی نړیوالې ورځ د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې لخوا   دکندز ولایت ټولنيز اورسنيز مرکز میدیوتیک د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
د  هېواد په شمالختېځه حوزه کې  دمیدیوتیک افغانستان سېمه ایز دفتر چې په کندز ولایت کې موقعیت لری د یادې برنامې په ښه توګه  ترسره کولوکې  یې د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې سره د  تخنیکې مرستې برسېره د همغږۍ او میلمنو په رابللو کې هم پوره ونډه درلودله.
دا برنامه چې د ۲۰۱۷ کال دمی میاشتې په ۵ نیټه  په کندز میدیوتیک کې په لار اچول شوی وه  د محلي رسنیو مشران، خبریالان، دخبریالانو صنفی همغږی کونکې، او دکندز ولایت امنیه قوماندان برسېره  ګڼ شمېر حکومتې چارواکې او مدنې فعالانو ګډون درلود.
 د پروګرام په پیل کې  د هیواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالې ثبت شوی شمېره چې د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د ټولنې د سروی پرمهال ترلاسه شوی وو ګډون کونکوته وړاندې شول.
خبریالانو او همداشان د سېمه ایزو رسنیو مسولینو په خپل وارسره خبری وکړی او دخبریالانو پر وړاندې دشته خنډونو او ننګونو برسېره په هېواد کې د رسنېو وده د بیان د آزادۍ په برخه کې یوه ستره لاسنه راوړنه وبلله او د رسنیو ونډه یې دهیواد په پرمختګ او په نظام کې د اصلاحاتو در امینځته کولو په برخه کې خورا اغېزناکه وبلله،  دوی په رسنېز ډګر کې د خبریالانو د هځو او قربانیو ستاینه وکړه او له حکومتې چارواکو څخه یې وغوښتل ترڅو د رسنیو او خبریالانو د امنیت د خوندیتوب برسېره باید چې اطلاعاتو ته دلاس رسۍ قانون په رڼاکې خبریالانو ته د اړتیا په وخت کې د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړی.
له بل پلوه بیا د کندز سېمه ایزو دولتې ادارو چارواکې او په ځانګړه توګه ددې ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدی په خپلو خبرو کې په هیوادکې د بیان د آزادې بنسټېزه کېدوکې رسنۍ او خبریالان دتېر اونوی حکومت یوه ستره لاسته راوړنه بولې.
د نوموړې په آند  له رسنیو او خبریالانو څخه  ملاتړ د هریو حکومتې چارواکې دنده ده ځکه  په چې د خبریالۍ مقدس کار اغیزمنتیا ته په کتو  سره د قربانیو په ورکولو او هرډول ستونزو په منلو سره د هیواد په کچه خبریالان په زړورتیا او لوړ همت سره کار کوی نوموړی یاد ټکوته په اشارې د خبریالانو او رسنیو هځې یې په نظام کې د اصلاحاتو د را مینځته کېدو ، د پراختیایی پروژو د ښه تطبیق او همداشان د ټولنې په ظرفیت جوړونې او عامه پوهاوی په برخه کې وستایلې اوخپل ملاتړ یې له خبریالانو او رسنیو څه اعلان کړ.
د یادونې وړ ده چې د کندز ټولنېز او رسنيز مرکز میدیوتیک هم د یوې ځانګړې برنامې په ترسره کولو سره   دمې درېمه (د مطبوعاتو د آزادي نړیواله ورځ) یې د خبریالانو او رسنیو دملاتړ  بنسټونو او دخبریالانو صنفې ټولنو په همغږیتوب چې پکې دشمالختیځ زون څلورو ولایتونو څخه د خبریالانو، سیمه ایزو رسنیو مسولین او همداشان د خبریالانو او رسنیو د حقونو ددفاع او ملاتړ بنسټونو استازو په ګډون سره ولمانځله.