horizontal rule

په پکتيا ولايت کې د ژورناليستانو سره ددوئ د امنيت، ستونزو او معلوماتو ته د نه لاس رسي او نورو اړوند ستونزو په اړه مشورتي ناسته

Photo Gallery
Undefined

د ژورناليستانو د بېلابېلو ستونزو د تشخيص او د مناسبو حل لارو چارو د لټون په موخه د پکتيا ولايت په  مرکز ګرديز کې د ميديوتيک د استازي سيف الله حيات او د پکتيا د ميشتو ژورناليستانو او د رسنيو د کارکونکو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې،  په پکتيا کې ميشتو د بېلابېلو محلي، ملي او نړيوالو رسنيو شاوخوا ديرشو  تنو خبريالانو او درسنيو مسوولينو برخه اخيستې وه ، چې د ژورناليستانو د اړوند ستونزو په تړاو يې بحث او خبرې اترې وکړې.
د ناستې په لومړيو کې د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز ـ ميديوتيک مسوول سيف الله حيات د ناستې موخې او اهداف په ډاګه کړل او په ټولو هغو ستونزو او مسايلو يې خبرې وکړې، چې دا مهال خبريالان ورڅخه کړيږي.
نوموړي وويل، ددوئ د ادارې هڅه همدا ده ، چې څه ډول ژورناليستانو ته په هره برخه کې لازم سهولتونه برابر کړي، ددوئ ظرفيت لوړ کړي او ترڅنګ يې په نورو مواردو کې هم لازمه همکاري ورسره وکړي.
وروسته پکتيا ميشتو ژورناليستانو د ميديوتيک له ادارې څخه د مننې ترڅنګ  ددې ادارې ټولې کړنې وستايلې او ددې ادارې له لوري ترسره شوې کړنې او پروګرامونه يې اغيزمن وبلل.
خبريالانو معلوماتو ته نه لاس رسی ، د چارواکو توپيريز چلند  او يو شمېر هغه موارد ياد کړل، چې دا مهال  په پکتيا کې ژورناليستان ورسره لاس او ګريوان دي. دوئ همدا شان انديښنه څرګنده کړه ، چې د امنيت په خرابيدو سره به  دوئ او ددوئ کورنيو ته هم خطر متوجه شي.
راټولو شويو خبريالانو او د رسنيو مسوولينو له ميديوتيک ادارې څخه وغوښتل، چې په پکتيا ولايت کې دې د دوئ لپاره روزنيزې برنامې جوړې کړې ترڅو دوئ لا نور خپلو مسووليتونو ته متوجه شي.
د ميديوتيک استازي دوئ ته اطمينان  ورکړ، چې نه يوازې نوموړی به دا ستونزې له خپلې ادارې سره شريکې کړي بلکې د عملي کېدو لپاره به يې هم کوټلي ګامونه پورته کړو.