horizontal rule

د مدني ټولنې اړوند دميرمنو د ښځينه بنسټونو سره ددوئ دستونزو د تشخيص او د مناسبو حل لارو د موندلو په تړاو ګردی ميز

Photo Gallery
Undefined

دخوست ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک ـ د مدني ټولنې اړوند د ښځينه بنسټونو له استازو او فعالينو سره د يو لړ ځانګړو مسايلو پر سر د بحث لپاره ګردی ميز رابللی وه.
په لومړي سر کې  دخوست ټولنيز او رسنيز مرکز مسوول سيف الله حيات په ټوليز ډول په خوست کې د مدني ټولنې په حرکتونو او فعاليتونو رڼا واچوله او ترڅنګ يې د ميرمنو د بنسټونو اړوند مسايل هم مطرح کړل.
نوموړي وويل، په خوست کې کافي اندازه د ميرمنو بنسټونه شته خو بايده دي، چې په يوه سم او منظم چوکاټ کې فعاليت وکړي.
وروسته د ښځينه بنسټونو استازيو په خپلو فعاليتونو خبرې وکړې او د ستونزو او ننګونو ترڅنګ يې ددوئ په مخ کې په پرتو خنډو هم رڼا واچوله. او همداشان يې ټولې هغه لاسته راوړنې يادې کړې، چې په تيرو څو کلونو کې د ميرمنو بنسټونو درلودې.
په عينې وخت کې دميديوتيک استازيو د ميرمنو بنسټونو ته ډاډ ورکړ، چې د دوئ هڅه همدا ده ، چې نه يوازې د ميرمنو بنسټونه سره منسجم کړي بلکې د مدني ټولنې په چوکاټ کې ددوئ فعاليتونه ګړندي کړي او همداشان ستونزو ته يې لازمې حل لارې وموندل شي.