horizontal rule

په زابل ولايت کې د يوه افغان ژورناليست د وژنې په تړاو د غندنې غونډه

Photo Gallery
Undefined

په خوست ولايت کې د محلي ، ملي او نړيوالو رسنيو ګڼو خبريالانو  د زابل په ولايت کې د يوه خبريال بې رحمانه وژنه د يوې ناستې  په ترڅ کې وغندله او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د نوموړي خبريال قاتلين  پيدا او د قانون  منګولو ته يې وسپاري.
يعقوب  شرافت  تېر ماښام د زابل ولايت  په مرکز قلات کې د نامعلومو  وسلوالو په بريد کې زخمي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.  يعقوب  شرافت د افغانستان  د ملي راډيو تلويزيون  او د محلي تلويزيون  خبريال وه.
په ناسته کې ، چې د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز ـ ميديوتيک له لوري رابلل شوې وه  خوست ميشتو ژورناليستانو  د يعقوب  شرافت  وژنه  د ژورناليستانو د کورنۍ لپاره يوه لويه  ضايعه وبلله او ترڅنګ يې له دولت څخه وغوښتل، چې په دې قضيه کې ښکيل ټول کسان دې تشخيص او د قانون منګولو ته د وسپارل شي.
په همدې مهال راټولو شويو خبريالانو له  افغان دولت څخه وغوښتل، چې د هېواد په کچه د ټولو وژل شويو خبريالانو او  د رسنيو د کارکونکو قضيې د بررسي شي ترڅو د ژورناليستان د کار په مخ کې شته ټول خنډونه له يوې مخې له منځه يوړل شي.
په افغانستان کې د ژورناليستانو پر وړاندې د  وژنې دا وروستۍ پيښه ده ، چې په زابل  ولايت کې رامنځته کيږي. سره ددې ، چې په افغانستان کې د رسنيو او بيان د ازادي په برخه کې شوی پرمختګ بې ساری دی خو په تېره يوه نيمه لسيزه کې په لسګونو خبريالان وژل شوي ، ټپيان شوي او تهديد  شوي دي.